CRI Online

چين او روسيې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو د ماليې وزيرانو د ډيالوګ ګډه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 16:08:00

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين او روسيې د ماليې وزيرانو ترمنځ د ۸مې دورې خبرې اترې د اګست په ۲۲مه نېټه د روسيې په مسکو کې تر سره شوې. د چين د ماليې وزير ليو کون او د روسيې د صدراعظم لومړي مرستيال او د ماليې وزير انتون سيلوانوف په ګډه د دغو خبرو اترو مشري وکړه. دواړو خواوو په دغو خبرو اترو کې په نوې زمانه کې د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو په ګډه اعلاميه کې د مالي چارو په اړه د ګډو نظريو د پلې کولو لپاره هڅې وکړي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د ۲۰۱۹م کال په جون مياشت کې لاسليک کړې ده، او زياتې مؤثرې پايلې ځينې تر لاسه شوې. دواړو خواوو د دغو خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته د چين او روسيې د ماليې وزيرانو د اتم ډيالوګ ګډه اعلاميه خپره کړه. دا په ۲۰۰۶م کال کې د دواړو هېوادونو د ماليې وزيرانو ترمنځ د ډيالوګ ميکانيزم له جوړېدو راهيسې د لومړي ځل لپاره يوه ګډه اعلاميه خپروي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای