CRI Online

چين به پر امريکايي موټرونو او پرزو ګمرکي تعرفې لوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 20:54:41

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د کمرکي تعرفې کمېټې تازه پرېکړه وکړه چې د روان کال د دسمبر د ۱۵ مې نېټې له ۱۲ بجو او يوې دقيقې څخه به پر امريکايي موټرونو او پرزو يې بيا ٪25 او ٪5 ګمرکي تعرفې واخلي.

چين هيله لري چې امريکا د دواړو هېوادونو د مشرانو له هغو موافقو سره سم چې په ارجنټاين او اوساکا کې يې د ملاقاتو پر مهال وکړې، د نظر توپيرونو د حل لپاره د سلامشورو لارې ته بېرته راشي او له چين سره په ګډه د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريز اصطکاک د له منځه وړلو لپاره رښتينې هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای