CRI Online

د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو د مقرراتو کميټه: د امريکا د ۷۵ ملياردو ډالرو پر صادراتي توليداتو باندې ګمرکي ماليات زيات کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-23 21:02:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امریکا حکومت د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۵مه نېټه وويل، چې د چين د تقريباً ۳۰۰ ملياردو ډالرو پر صادراتي توليداتو باندې به ۱۰ فيصده ګمرکي ماليات زيات کړي. د امريکا د دغو تدبيدونو له امله به د چين او امريکا ترمنځ تجارتي اصطکاک نور سخت شي، د چين، امريکا او نورو هېوادونو ګټو ته به ډېر زيانونه ورسېږي او څو اړخيز تجارتي ميکانيزم او د ازاد تجارت اصول به تهديد شي.

د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو د مقرراتو کميټې پرېکړه وکړه چې د امريکا د ۷۵ ملياردو ډالرو پر صادراتي توليداتو باندې په جلا توګه ۱۰ فيصده او ۵ فيصده دوه ډول ګمرکي ماليات زيات .

چين پر دې ټينګار کوي چې د چين او امريکا لپاره يوازينۍ سمه لاره همکارۍ دي. هيله ده چې دواړه خواوې د متقابل احترام او مساوات پر بنسټ توپيرونه حل کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای