CRI Online

تبصره: په هوښيارۍ او غښتلي توګه دې متقابله حمله وشي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-24 15:44:32

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د اګست په ۲۴مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې نوم يې دی ( په هوښيارۍ او غښتلي توګه دې متقابله حمله وشي.)

په دغه تبصره کې راغلي چې د امريکا د دغه اقدام په مقابل کې چې اعلان يې کړی چې په دوه ځله به د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د لس سلنې اضافي تعرفې ولګوي، چين د اګست په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې د ۷۵ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت به د امريکا د ۵۰۷۸ ډولونو پر توليداتو باندې د لس سلنې او پنځه سلنې اضافي تعرفې ولګوي او يادې تعرفې به په جلا جلا توګه د سپتمبرله لومړۍ نېټې څخه او د دسمبر له ۱۵مې نېټې څخه عملي شي. همدارنګه، چين به د امريکا پر موټرونو او پرزو باندې د پنځه ويشت سلنې او پنځه سلنې تعرفې بيا اعاده کړي چې دغه تعرفې به د سږ کال د دسمبر له ۱۵مې نېټې څخه ولګول شي. دا د امريکا د يواړخيزې غوښتنې او د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې په مقابل کې لازمه متقابله حمله ده.

د چين ياد تدبيرونه عاقلانه، غښتلي، مناسب او معقول دي. له دې څخه يو ځل بيا څرګندېږي چې د چين په ضد به هيڅ افراطي فشارونه نتيجه ورنه کړي او د متقابلې حملې په اړه به د چين ژمنه پلې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای