CRI Online

په چين کې د ګڼ شمېر هېوادونو سفيرانو له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-24 15:45:38
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د لاوس، کمبوديا، فليپين، نيپال، سريلانکا، بحرين او نايجريا په شمول د اوو هېوادونو لوی سفيرانو د اګست له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د حکومت په بلنه له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه. هغوی په وار سره په اورمچي او ترفان کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ برياليتوبونه وکتل. لوی سفيرانو د اقتصاد د پرمختګ، د خلکو د ژوند د ښه والي، د اتباعو د مذهبي ازادۍ د ساتنې او د قوانينو له مخې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او مخنيوي په برخو کې د چين د تر لاسه شويو برياليتوبونو مثبته ارزونه وکړه. دوی په دې نظر دي چې د شينجيانګ بريالۍ تجربې د زده کړې وړ دي.

د نايجريا لوی سفير احمد جيدا د شينجيانګ د نړيوالو نندارتونونو او غونډو په مرکز کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د مثالونو له نندارتون څخه له ليدنې وروسته وويل، چې نايجريا له زياتو کلونو راهيسې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ ده او ترهګري او افراطيت د بشري تمدن دوه ګډ دښمنان دي، نو بېلا بېل هېوادونه دې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره ګډ کوښښونه وکړي. د ترهګرۍ د مخنيوي په برخه کې د چيني حکومت تدبيرونه ښې پايلې تر لاسه کړې او په تېرو دريو کلونو کې هيڅ ترهرګيزې پېښې نه دي رامنځته شوې. دا د نايجريا لپاره د زده کړې وړ ارزښت لري. هيله ده چې دواړه هېوادونه په راتلونکې کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې لا نژدې همکارۍ او يو د بل څخه لا ټينګ ملاتړ وکړي. (غوټۍ)

 د اورومچي له لوی بازار څخه ليدنه

په چين کې د نيپال سفير ليرا ماني پاوډيال په اورومچي کې د مسلکي ښوونې او روزنې په مرکز کې له زده کوونکو سره د خبرو په حال کې دی

سفيران د اورومچي په يوه استوګنيزه سيمه کې له ماشومانو سره د لوبې په حال کې دي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای