CRI Online

د امريکا د بېلا بېلو چارو ټولنو خبرداری ورکړ چې د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريز اصطکاک سختوالی به د امريکا تصديو او مشتريانو ته زيانونه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-24 15:46:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګريزو چارو، د پرچون خرڅلاو، موټر، نفت او کرهنيزو چارو په شمول د عمده چارو ټولنو د اګست په ۲۳مه نېټه په جلا جلا توګه د اعلاميو په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريز اصطکاک سختوالی به د امريکا د اړوندو چارو، تصديو او مشتريانو ته زيانونه ورسوي، او له دواړو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د ياد اصطکاک د ختمېدو د تړون د لاسليکولو لپاره خبرې اترې بيا پيل کړي.

د امريکا د سوداګريزو چارو ټولنې اجرايوي مرستيال مشر ميرون بريليانټ په خپله اعلاميه کې وويل، چې د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريز اصطکاک سختوالی د امريکا پر اقتصاد باندې غټ منفي فشارونه اچوي او هيله ده چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکې لا ترينګلې نه شي. نوموړي د دواړو هېوادونو له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې د تړون د لاسليکولو لپاره دې خبرې اترې بيا پيل کړي.

دغه راز، د امريکا او چين ترمنځ د سوداګرۍ ملي کمېټې، د امريکا د پرچون خرڅلاو ملي اتحاديې، د امريکا د نفتو ټولنې، د امريکا د موټرو د توليدولو نړيوالې ټولنې، د امريکا د لوبيا ټولنې او د ازادې سوداګرۍ د ملاتړ په اړه د امريکايانو اتحاديې په جلا جلا توګه اړوندې اعلاميې خپرې کړې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای