CRI Online

د امريکا د فدرالي ذخيرو کمېټې مشر: د سوداګريزو تګلارو ناڅرګندتيا د امريکا اقتصاد ته زيان رسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-24 15:51:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د فدرالي ذخيرو کمېټې مشر جيروم پاويل د اګست په ۲۳مه نېټه خبرداری ورکړ چې د امريکا د سوداګريزو تګلارو ناڅرګندتيا د نړيوال اقتصادي پرمختګ د ورووالي او د امريکا د توليدي چارو او سرمايو د نرمېدو سبب ګرځېدلې ده.

نوموړي په همدې ورځ د ويومينګ ايالت د جاکسون هول په علاقه دارۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو د مرکزي بانکونو په کلنۍ غونډه کې وويل، چې دغه کمېټه اوس له هغې ننګونې سره مخامخ ده چې څنګه به د پولي تګلارو په چوکاټ کې د امريکا د کاري فرصتونو چټک پرمختګ ته دوام ورکړي او د پيسو د پړسوب مخه ونيسي. په تېره لنډه موده کې د اوسنيو حالاتو پر وړاندې د تګلارو د جوړولو په برخه کې هيڅ اقدامات نه دي شوي. که څه هم پولي تګلارې د مشتريانو د لګښتونو د زياتوالي، د سوداګريزو پانګونو د پياوړتيا او د عام باور د ټينګښت لپاره ښه طريقه ده، خو د نړيوالو سوداګريو لپاره عملي قواعد نه شي برابرولای. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای