CRI Online

ولاديمير پوټين: روسيه به د امريکا له خوا د توغندي توغولو ته مناسب ځواب ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-24 16:24:24

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اګست په ۲۳مه نېټه په مسکو کې وويل، څرنګه چې امريکا د اګست په ۱۸مه نېټه هغه کروز توغندی توغولی چې د توغولو واټن يې تر ۵۰۰ کيلو مترو زيات دی، هغه د روسيې له دفاع وزارت، د بهرنيو چارو وزارت او نورو څانګو څخه غوښتنه کړې چې د امريکا د ياد عمل احتمالي خطرونه وڅېړي او دغه اقدام ته د مناسب ځواب ورکولو لپاره دې تدبيرونه غوره کړي.

د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې خبر ورکړ چې پوټين په همدې ورځ په کرملن ماڼۍ کې د روسيې د فډرالي امنيت کانګرس له دايمي غړو سره په غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د امريکا توغول شوی توغندی د منځني واټن بالستيک توغنديو د تړون له مخې منع شوې وسله ده.

نوموړي وويل، چې د امريکا له ياد عمل څخه ښکاري چې ياد هېواد له اوږدې مودې راهيسې په نوموړي تړون کې د منع شويو وسلو پر جوړولو کار کړی.

پوټين وويل، چې روسيه په نظامي سيالۍ کې ګډون نه غواړي او له امريکا سره د برابرۍ پر اصولو ولاړو خبرو اترو ته چمتو ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای