ځينو کسانو په انټرنيټ کې داسې هڅې پيل کړې وې چې د اګست په ۲۴مه نېټه به د هانکانګ په نړيوال هوايي ډګر کې ګډوډي رامنځته کړي، نو ځکه د يادې سيمې محکمې د اګست په ۲۳مه نېټه پريکړه وکړه چې د هانکانګ د هوايي ډګر ادارې له خوا د هغه تر لاسه شوي حکم تمديدولو ته اجازه ورکړي چې له مخې يې پر ټولو د هوايي ډګر د عادي نظام پر ضد په هر ډول تر سره کېدونکو اقداماتو بنديز لګول کيږي. د هانکانګ پوليسو د اګست په ۲۳مه نېټه پر دې ټينګار وکړ چې له ياد حکم څخه د سرغړوونکي ښايي حکمې ته د سپکوي په جرم محکوم شي او له ښاريانو څخه يې غوښتنه وکړه چې له قانون څخه سرغړونه و نه کړي.
د هانکانګ د ختيځې (( جيو لونګ )) سيمې د پوليسو ادارې مسئولې فو يي تينګ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، له تېرو دوو مياشتو راهيسې د مظاهرو له امله د ښاريانو د عايد ژوند چارې اغېزمنې شوې. بېلا بېلو ټولنو او اوسېدونکو له دغو عملونو سره چې د نورو کسانو پر حقونو او ازادۍ سترګې پټوي، کلک مخالفت څرګند کړی. پوليس له ښاريانو څخه هيله لري چې د ټولو کسانو د حقوقو درناوی وکړي او د محکمې د حکم مراعات وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |