د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بشري حقونو څېړنيزې کمېټې د اګست په ۲۴مه نېټه يوه مقاله خپره کړه چې سرليک يې دی (( په امريکا د ټوپک په وسيله زور زياتی بشري حقوق پايمالوي)). په دې مقاله کې د بشري حقونو په برخه کې په امريکا کې د ټوپک په وسيله د زور زياتي مسئله څرګنده شوې او دې ته اشاره شوې چې امريکا د بشري حقونو په چارو کې دوه ګونه معيارونه او رياکارانه څيره لري.
په ياده مقاله کې راغلي چې په دې وروستيو ورځو کې په امريکا کې د ټوپک په وسيله زياتې سختې پېښې رامنځته شوې چې ترې په دې هېواد کې د ټوپک د طغيان نتيجه، د دې هېواد د سياسي او ټولنيز نظام ژور بحران او (( د امريکا د خوښې)) بشري حقونو بنسټيزه نيمګړتيا څرګنده شوې.
په دې مقاله کې ويل شوي چې په امريکا کې د ټوپک شمېر او د ډزو پېښې زياتې دي. امريکايان په نړۍ کې تر ټولو زيات شخصي ټوپک لري چې په دغه هېواد کې د شخصي ټوپک شمېر د دې هېواد تر نفوس زيات دی. د ډزو او زور زياتي پېښې د ټوپک د زياتوالي نتيجه ده. په ۲۰۱۸ کال کې په امريکا کې د ډزو ۵۷۱۰۳ پېښې رامنځته شوې چې له امله يې د ۳۵۰۲ ماشومانو په شمول ۱۴۷۱۷ تنه وژل شوي او ۲۸۱۷۲ تنه ټپيان شوي دي. د ډزو د سختو پېښو بيا بيا رامنځته کېدل د امريکاځانګړې پديده بلل کيږي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |