د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د امريکا له خوا د چين پر صادراتي توليداتو د ګمرکي مالياتو د لا لوړوالي په اړه خبرې وکړې.
د اګست په ۲۴مه نېټه امريکا اعلان وکړ چې د ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت به پر چيني توليداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړي. چين د امريکا له ياد عمل سره کلک مخالفت کوي. د امريکا ياد عمل چې يو اړخيز او د سوداګرۍ ساتونکی عمل دی او پر چين د سخت فشار اچولو نيت لري، د چين او امريکا د مشرانو د ګډو نظريو په خلاف دی، د متقابل درناوي، برابرۍ او ګډو ګټو له اصولو څخه سرغړونه ده او څواړخيز تجارتي نظام او عادي نړيوال تجارتي نظام يې خراب کړی چې نتيجه به يې هرومرو د امريکا پر غاړه وي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د وضعيت په اړه دې غلط اټکل و نه کړي او سمدلاسه دې له ناوړو کړنو څخه لاس واخلي، که نه، امريکا به زيانمنه شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |