د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د اګست په ۲۴مه نېټه د اوو سترو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې له پيل مخکې وويل، چې نړيوال اقتصاد او سوداګري د دغې سرمشريزې غونډې عمده مطلب دی. هغه په خپله وينا کې د سوداګريزې جګړې د مخنيوي غوښتنه وکړه.
ايمانويل ماکرون هيله څرګنده کړه چې د اوو سترو هېوادونو مشران به په دې وپوهېږي چې اوسني حالات ترينګلي دي، په تېره بيا سوداګريز حالات ټولې نړۍ ته زيان رسوي. نوموړي وويل، چې موږ بايد د ترينګلو حالاتو د ښه والي او د سوداګريزې جګړې د مخنيوي لپاره هڅې وکړو، څو نړيوال اقتصاد بيا سمسور شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |