CRI Online

د اروپايي شورا رئيس د سوداګريزې جګړې د مخنيوي غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-25 15:37:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي شورا مشر دونالډ توسک د اګست په ۲۴مه نېټه وويل، چې سوداګريزه جګړه دې ختمه شي، که امريکا په سياسي پلمه تعرفې اضافه کړي، دغه عمل به ټولې نړۍ ته زيان ورسوي.

نوموړي د اوو سترو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې له پيل مخکې وويل، چې سوداګريز تړون او د سوداګرۍ نړيوال سازمان اصلاحات د سوداګريزې جګړې په پرتله ډېر ښه دي. سوداګريزه جګړه به د اقتصاد د شا ته تګ سبب وګرځي، خو سوداګريز تړون به د اقتصاد پرمختګ پياوړی کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای