CRI Online

نړيواله ټولنه په دې نظر ده چې د تعرفو په برخه کې د چين متقابل اقدام د امريکا بر لاسۍ ته لازم ځواب دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-25 15:48:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا په تېرو څو ورځو کې په رسمي توګه اعلان کړی چې د چين د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو باندې به لس سلنه اضافي تعرفې ولګوي. چين د اګست په ۲۳مه نېټه د امريکا د دغه عمل متقابل اقدام ته اړ شو. امريکا د اګست په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو باندې به اضافي تعرفې ولګوي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

د نورو هېوادونو کارپوهان او نړيوال عام افکار په دې نظر دي چې د تعرفو په برخه کې د چين متقابل اقدام د امريکا بر لاسۍ ته لازم ځواب دی. د امريکا هغه عمل خپل ځان او نورو خواوو ته زيانونه رسوي چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي اصطکاک سختوي. دا نه يوازې د امريکا اقتصاد ته، بلکې نړيوال اقتصاد ته زيانونه رسوي. امريکا بايد رغنده رول ولوبوي او د مشورې له لارې دې توپيرونه ليرې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای