CRI Online

هه يي چنګ د مکاو د خاصې اداري سيمې د پنځمې دورې مشر وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-08-25 16:13:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د مکاو خاصې اداري سيمې د پنځمې دورې د مشر ټاکلو په موخه د اګست په ۲۵مه نېټه د ختيځې اسيا ستدويم د نړيوالو غونډو په مرکز کې ټاکنې تر سره شوې چې هه يي چنګ د ۳۹۲ رايو په ګټلو سره بريالی شو او د يادې سيمې د پنځمې دورې اداري مشر په توګه وټاکل شو.

د مکاو د اداري مشر د ټاکنو کمېټې ټول ۴۰۰ غړو په رايګيرۍ کې ګډون کړی و. د شمېرنې له مخې، هه يي چنګ ٪۹۸ رايې يعنې ۳۹۲ رايې تر لاسه کړې.

د مکاو د اساسي قانون له مخې، د دې سيمې اداري مشر د نوموړې کمېټې له خوا د قانوني ټاکنو له لارې انتخابېږي او د چين د مرکزي حکومت له خوا تاييدېږي چې د ماموريت موده يې پنځه کاله ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای