CRI Online

په بهرنيو هېوادونو کې چينايي ټولنې د هنکانګ له خاصي اداري سيمې څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-25 16:33:21

د سينهوا اژنس د خبر له مخې، په بهرنيو هېوادونو کې چينايي ټولنو په دې وروستيو کې د چين په هانکانګ کې د زور زياتي پېښو په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې. دوی د تندلارو هغه کړه وړه وغندل چې د هانکانګ ټولنيز نظام يې خراب کړی او د چين د ملي حاکميت امنيت يې زيانمن کړی.

په کمبوديا کې د چين د هانکانګ او مکاو د سوداګرو ټولنې د دارالانشا مشر هوانګ ژوی هوا وويل، چې قانوني نظام د هانکانګ اصلي ارزښت دی، هر ډول غوښتنه بايد د قانوني نظام ته د درناوي او د قانون په چوکاټ کې تر سره شي او د نورو کسانو بشري حقونو ته دې درناوی وکړي. هغه د هانکانګ له ښاريانو څخه وغوښتل چې ارزښت ناکه سمسورتيا او ثبات وساتي او د تندلارو د زورزياتي عملونو د مخنيوي او د هانکانګ د ټولنيز نظام د بېرته اعاده کولو لپاره سره يو لاس شي.

په ماليزيا کې د چينايانو ټولنې مشر فانګ تيان شينګ وويل، له بېلا بېلو نښو څخه داسې ښکاري چې د هانکانګ د حالاتو د ګډوډۍ تر شا د بهرنيو لوريو سيوری شته. سرزوري لويديځ وال د جعلي ديموکراتيکو نظريو له لارې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او غواړي د هانکانګ له لارې د چين پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. دوی بايد دا وپېژني چې هانکانګ د چين برخه ده او چين په خپلو ملي چارو او حاکميت کې د بهرنيو لوريو مداخله نه مني.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای