CRI Online

د ازبکستان کاپوه: د شينجيانګ اقتصادي پرمختګ د ټولنې په ارامتيا پورې اړه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-08-25 16:35:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ازبکستان د نړيوالو ژبو ملي پوهنتون پروفيسر کوزيف څو ورځې مخکې د دغه هېواد په پلازمينه تاشکند کې د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د پرمختګ برياليتوبونه د ستونزو په ليرې کولو سره تر لاسه شوي، د شينجيانګ اقتصادي پرمختګ د ټولنې په ارامتيا پورې اړه لري.

ښاغلي کوزيف د دغه هېواد د کولتور او سپورټ پخوانی وزير دی او شينجيانګ ته يې خپل لومړنی سفير دېرش کاله مخکې تر سره کړی او ورپسې يې په تېرو څو کلونو کې هر کال شينجيانګ ته کاري سفرونه کړي. نوموړي وويل، چې شينجيانګ په تېرو څو کلونو کې د قانون له مخې د ترهګرۍ او افراطيت پرضد مبارزه کړې ده او په بريالۍ توګه يې د ترهګريزو پېښو مخه نيولې ده. همدارنګه، د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ژوند حق او پرمختګ حق ساتل شوی دی.

هغه زياته کړه چې د چين مرکزي حکومت له سږ کال راهيسې، په وار سره درې سپين کتابونه خپاره کړل چې نومونه يې دي ( په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد مبارزه او د بشري حق ساتنه)، ( د شينجيانګ ګڼ شمېر تاريخي مسئلې) او ( په شينجيانګ کې د مسلکي ښوونې او روزنې کارونه). په يادو کتابونو کې د شينجيانګ مسئلې په اړه د ځېنو لوېديځو خبري رسنيو شکونو او تورونو ته ځوابونه ورکړل شوي او نړيواله ټولنه له دې لارې رښتينی شينجيانګ کتلی شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای