CRI Online

تبصره: له اداري لارو چارو له چين څخه وتلو ته د امريکايي تصديو اړ ايستل د دغه هېواد د حکومت د خوښې پلان دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-25 20:38:21

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د اګست په ۲۵مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی (( له اداري لارو چارو له چين څخه وتلو ته د امريکايي تصدۍ اړ ايستل د ياد هېواد د حکومت خپله خوښه ده)).

په دې تبصره کې دې ته اشاره شوې چې امريکا به د چين د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو ٪ ۱۰ تعرفې لوړې کړي، چين مجبوراً د امريکا د ياد عمل په مقابل کې ځوابي تدبيرونه نيولي. ځينو امريکايي چارواکو په دې اړه امريکايي تصديو ته حکم وکړ چې سمدلاسه دې له چين څخه ووځي او د پانګونې لپاره دې د چين پر ځای نورې سيمې ومومي يا دې خپل توليدي مرکزونه بېرته امريکا ته انتقال کړي. دا له اداري لارې د پروتيکشنيزم عمل دی، نه يوازې د امريکايي تصديو په ازاد کار بار کې سخته لاسوهنه، ده بلکې د نړيوال اقتصادي نظام پر زيان عمل دی. ياد عمل د بازاري اقتصاد له اصولو څخه سرغړونه ده او د امريکا د اقتصادي ټولنو له مخالفت سره مخامخ دی.

اوسهال د چين اقتصاد د باکيفيته پرمختګ په لوری روان دی او په نړيوال صنعتي ځنځير کې د چين مقام ګام په ګام لوړيږي، د بهرنيو پانګو د جلبولو ځواک د نورو هېوادونو په پرتله پياوړی دی.

نورو هېوادونو ته د امريکا د توليدي صنايعو د انتقال او د دې هېواد د تجارتي کسر د لوړوالي او يو لړ نورو ستونزو سرچينه د امريکا د اقتصادي جوړښت نيمګړتيا ده. د ګمرکي مالياتو زياتوالی او امريکا پر نورو هېوادونو د سختو فشارونو اچولو له لارې خپله اقتصادي نيمګړتيا نشي پوره کولای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای