د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د ځيرکتيا لرونکو چارو نړيوال نندارتون د اګست په ۲۶مه نېټه په چونګ چينګ ښار کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو پيغام په استولو سره د دغه نړيوال نندارتون پرانيستلو ته مبارکي څرګنده کړه.
هغه په دغه پيغام کې ويلي چې اوس مهال د انترنيټ، سترې شمېرې او مصنوعي ځيرکتيا په شمول عصري معلوماتي تکنالوژۍ ورځ په ورځ لا پرمختللې کېږي، د نوې دورې علمي او تخنيکي انقلاب او صنعتي اصلاحات پر له پسې پرمختګ کوي، ځيرکتيا لرونکې چارې چټک ګامونه پورته کوي چې د اقتصادي پرمختګ، ټولنيزې ترقۍ او نړيوالې ادارې په شمول څو برخو ستره او ژوره اغېزه کوي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |