د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين ۱۱م نړيوال فلکلوري هنري فېستيوال په دې ورځو کې د کورني مغولستان په هوهوت ښار کې پرانيستل شو چې د ۱۳ هېوادونو کابو ۶۰۰ تنه هنرمندانو نندارچيانو ته رنګا رنګ ځانګړتيا لرونکي هنري پروګرامونه وړاندې کړي دي.
دغه فيستيوال د چين د هنري ټولنې او د داخلي مغولستان د کورواکې سيمې حکومت په ګډو ترتيباتو سره جوړ شوی چې د اګست تر ۲۸مې نېټې به دوام ولري او سرليک يې دی، د مختلفو مدنيتونو د نړيوالې تبادلې هڅونه، د يو کمربند او يوې لارې روحيې خپراوی، د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |