CRI Online

د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د زورزياتي د سختېدو له امله پر افراطګرو مظاهره کوونکو نيوکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-26 11:24:56

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت وياند د اګست د ۲۶مې نېټې په سهار وختي په کوای تسينګ او تسوين وان کې د هغو مظاهرو په اړه معلومات ورکړل چې په ۲۵مه نېټه شوې وې. هغه دې ته اشاره وکړه چې د افراطګرو چيانو غير قانوني کړنې د عامو خلکو لخوا د قهر سبب شوی، بلکې خطرې کړۍ ته يې هانکانګ راوړل شوی دی. حکومت د دې سخته غندنه کوي او پوليس به د قانون منګولو ته وسپاري. د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت له ولسي وګړيو څخه غوښتنه وکړه چې له زورزياتي سره دې ګډه مبارزه وکړي، قانوني اداره دې وساتي او د ټولنيز نظم ژر اعاده کولو کې دې مرسته او همکاري وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای