د بېجينګ ورځپاڼو د يو کلني رپوټ په قول خبر ورکړ چې په ۲۰۱۸ کال کې د چين د ډيجتلي چاپ چارو کلني عمومي عايدات ۸۳۳ مليارډو ۷۸ مليونو يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ۱۷.۸ سلنه زيات شوي دي. دغه رپوټ چې نوم يې دی، له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د چين د ډيجتلي چاپ کلنی رپوټ، څو ورځې دمخه په بېجينګ کې د چين د ډيجتلي چاپ نندارتون د عمده فورم پر مهال خپور شوی.
د دغه رپوټ له مخې، پر ګرځنده الکترونيکي الو باندې د کتابونو چاپ او انترنيټي لوبو عايد په جلا توګه د يادو عمومي عايداتو په سلو کې ۲۴.۱ او ۹.۵ برخه نيسي.
( سپږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |