د علم ورځپاڼې د خبر له مخې چین د سمندر د علمي څیړنې یوه لویه بیړۍ جوړه کړه چې نوم یې لوی سمندر دی او د اوبو ایستلو اندازه یی ۴۰۰۰ټنو ته رسیږي. دغه بیړۍ د روانې میاشتې په ۲۴مه نیټه د لومړۍ جامع ازموینې لپاره له ګوانګ جو څخه جنوبي سمندر په لور حرکت وکړ. دغه بیړۍ د چین د لویو بیړیو تولیدي ګروپي شرکت د ۷۰۱ څیړنیز مرکز له خوا دیزاین شوې ده. د دغې بیړۍ اوږدوالی ۹۸،۵ متره، پراخوالی یې ۱۷ متره، د اوبو ایستلو اندازه یی ۴۶۵۰ ټنه، سرعت یی ۱۶ نوټ او دوامدار حرکت توان یی ۱۴۰۰۰ سمندري مایله دی چې په کې ۶۰ تنه کارکوونکي کار کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |