د چين مرستيال صدر اعظم ليو هه د اګست په ۲۶مه نېټه په چونګ چينګ ښار کې د چين د ځيرکتيا لرونکو چارو په ۲م نړيوال نندارتون کې د ګډون پر مهال څرګنده کړه: چين د امريکا په شمول د مختلفو هېوادونو د پانګه اچوونکو هرکلی کوي چې په چين کې پانګونه وکړي او خپلې چارې پرانيزي. چين به د دې لپاره د پانګونې د ښه چاپېريال جوړولو او د پوهې تمليکي حق ساتلو ته دوام ورکړي، په ورخلاصون سره به ځيرکتيا لرونکو چارو ته پرمختګ ورکړي، له تخنيکي کلابند او پروتېکشنيزم سره به ټينګ مخالفت وکړي او د صنعتي ځنځير بشپړتيا به وساتي. چين هيله لري چې په سړې سينې سره د سلامشورې له لارې توپيرونه ليرې کړي او د سوداګريزې جګړې له سختېدو سره مخالفت کوي. زموږ په نظر د سوداګريزې جګړې سختوالی د چين، امريکا ان د ټولو نړيوالو په ګټه نه دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |