CRI Online

د ايران خارجه وزير له خپل فرانسوي سيال سره خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-26 15:22:01

سين هوا اژانس د فرانسې د خبري رسنيو په قول خبر ورکړ چې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د اګست د ۲۵مې نېټې په شپه د فرانسې په جنوبي ښار بياريتځ کې چې د ۷ هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه اوس په دغه ښار کې روانه ده، له خپل فرانسوي سيال جين ايوس له دريان سره خبرې وکړې او ور پسې يې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره هم وکتل.

د خبر له مخې، د ايران خارجه وزير په بلنې سره د ۷ هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې فرانسې ته تللی او له خپل فرانسوي سيال سره يې د ۳ ساعتونو لپاره ګټورې خبرې کړې دي. د دغو خبرو پايله به امريکا او اروپايي ملګرو ته اعلان شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای