د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولتي شورا په دې وروستيو کې د ازادې سوداګرۍ د ۶ نويو ازمايښتي سيمو د جوړېدو د عمومي پلان په اړه اعلاميه خپره کړه. د ياد پلان له مخې، د شان دونګ، جيانګ سو، ګوانګ شي، هه بۍ، يون نان او هې لونګ جيان په شمول به په ۶ ولايتونو کې د ازادې سوداګرۍ نوې ازمايښتي سيمې جوړې شي چې دا په نوې زمانه کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا ستراتيژيک قدم دی، يادې ازمايښتي سيمې بايد د پرمختګ د نوې مفکورې سره سم باکيفيته پرمختګ ومومي، د هېواد د لويو پلانونو لپاره دې خدمت وکړي او د اصلاحاتو او ورخلاصون په پياوړتيا کې دې مخکښ رول ولوبوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |