CRI Online

تايلندي اقتصادپوه سومپوپ منرنګسان : اجازه راکړئ تاسو ته ووايم چې چين پرمختګونه څنګه ترلاسه کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-26 17:02:00

تايلند په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې ډېر چيني اوسېدونکي ژوند کوي. د تايلندکلتوري او اقتصادي اړيکې د تېرو څه باندې ۸۰۰ کلن تاريخ په اوږدو کې له چين سره دوام لري. له سي ار ای سره د مرکو پر مهال به ډېرو تايلنديانو د چين د سترو بدلونونو او لاسته راوړنو د ستايلو ترڅنګ دا پوښتنه هم کوله چې چين دا څنګه وکړل؟ د تايلند مشهور اقتصادپوه او هم د پنياپيوټ ادارې انسټېټيوټ رئيس سومپوپ منرنګسان له سي ار ای سره د تازه مرکې پر مهال دغې پوښتنې ته سم ځوابونه ورکړل.

د ښاغلي سومپوپ په اند، چين لومړی د بازاري ميکانيزم په کارولو سره خپل اقتصاد ته وده ورکړې، په بله ژبه د چين حکومت د ګڼو داخلي او بهرنيو پانګو د راجلبولو له لارې بنسټيز تاسيسات بشپړ کړي هغه چې د اقتصادي ودې لپاره ډېر ګټور دي.

((د چين حکومت د بنسټيزو تاسيساتو پانګونو ته ډېره پاملرنه کوي، په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې يې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې د خپلو بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې ډېرې پانګونې کړې، دا د بازاري اقتصادي ميکانيزم د رول د لوبولو لپاره ډېره مهمه ده.))

نوموړي وويل، په چين کې پولي چارې په مداومه توګه اصلاح شوې او پولي سيستم ګام پر ګام بشپړ شوی چې پدې سره په دغه هېواد کې د سرمايې لوی بازار رامنځته شوی دی.

((چين په ډېرو تېرو کلونو کې د پولي چارو د اصلاحاتو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. دا چې په دغه هېواد کې پولي بازار ډېر غټ شوی، نو د سرمايې بازار يې د خپل پولي سيستم په تکيه پرمختګ موندلی دی.))

په تېرو ۷۰ کلونو کې چين له يو وروسته پاتې او سر تړلي هېواد څخه د نړۍ پر دوهم لوی اقتصادي طاقت ګرځېدلی او د دې بدلون لپاره يې علمي پرمختګ قوی خوځنده ځواک برابر کړی دی. ښاغلي سومپوپ پدې اړه وويل:

(( چين د مخابراتي تخنيکونو څېړنې ته ډېره پاملرنه کوي او 5G، AI او داسې نورو علمي تخنيکونو يې په نړۍ کې مخکښ ځايونه نيولي او ځينو هېوادونو يې د سياليو فشار احساس کړی دی.))

د دې ترڅنګ چين د يو لوی زراعتي هېواد په توګه هيڅکله د کرنيزو چارو او د کليوالو سيمو وده له پامه نه ده غورځولې. ۷۰ کلونه دمخه چین دومره خوراکي مواد نه شو توليدولای چې د خپلو وګړو اړتياوې يې پوره کړي، خو اوس دغه هېواد د خوراکي توکو لوی صادروونکی هېواد ګرځېدلی دی. ښاغلي سومپوپ وايي،د ده انسټېټيوټ يعنې د پنياپيوټ ادارې انسټېټيوټ په همدې وجه د چين بازارونو ته ننووت، د نوموړي په نظر د چين کرنيزو چارو د دغه هېواد د پرمختګ لپاره ټينګ بنسټ ايښی دی.

ښاغلي سومپوپ ښوونيزې چارې د چين د پرمختګ لپاره ډېرې مهمې وبللې. نوموړي وويل، په چين کې بنسټيزې ښوونې او د لوړو زده کړو چارې د اصلاحاتو په حال کې دي او ځينو پوهنتونونو يې د نړۍ د پوهنتونونو په درجه بندۍ کې مخکښ ځايونه نيولي او د ځينو علمي څېړنو لاسته راوړنې يې هم د نړۍ له پرمختللې سويې سره برابرې شوې دي.

همدارنګه ښاغلي سومپوپ ثابت قدرت او د دولتي تګلارو دوامدار عملي کېدا ډېره مهمه هم وبلله. نوموړي وويل، چين ولی چټک پرمختګ کړی چې حکومت يې په دقت سره د هېواد پرمختيايي پلان جوړ کړی او په اغېزمنه توګه يې پلې کړی دی.

((پخوا په يوه زمانه کې د تايلند پرمختيايي تګلارې ، د بېلګې په توګه د ترافيک او ترانسپورټ، بازاري اقتصاد، د بهرنيو پانګو د راجلبولو او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخو کې تګلارې د چين له تګلارو سره ورته والی درلود، په هغه موده کې د تايلند جي ډي پي د ډېرو کلونو لپاره له ٪7 څخه لوړ پاتې شوې، خو په وروستيو څو کلونو کې يې د بې ثابته سياسي حالت له امله د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو چارې ځنډول شوې دي، خو په ورته وخت کې چين پرله پسې پرمختګ وکړ.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای