CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا له سوداګرۍ ساتنې او پر چين د سخت فشار اچولو سره ټينګ مخالفت څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-26 19:18:51

د اګست په ۲۴مه نېټه امريکا اعلان وکړ چې د چين د ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو به ګمرکي تعرفې ۵ سلنه لوړې کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د روانې مياشتې په ۲۶ مه نېټه وويل چې چين د امريکا له خوا د سوداګرۍ ساتنې له دا ډول عملونو او پر چين د سخت فشار اچولو سره ټينګ مخالفت څرګند کړ او د امريکا دا کړنې نه مني.

ګنګ شوانګ دې ته اشاره وکړه چې چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د وضعيت په اړه دې غلط اټکل و نه کړي او سمدلاسه دې له ناوړه کړنو څخه لاس واخلي. که امريکا د ګمرکي تعرفو لوړول عملي کړي، چين به په ټينګه توګه متقابل تدبيرونه عملي او له خپلو حقه حقوقو څخه به ساتنه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای