CRI Online

په زور سره د چين او امريکا د اقتصادي اړيکو پرې کول به هرومرو د امريکايي تصديو په شمول د ټولو اړوندو لوريو له مخالفت سره مخامخ شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-26 19:35:29

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه په خپله ټيوټر پاڼه کې څرګنده کړه چې امريکايي تصديو ته يې حکم کړی چې خپل توليدي مرکزونه دې بېرته امريکا ته انتقال او د کارو بار لپاره دې د چين پر ځای د نورو سيمو پيدا کولو لپاره پلانونه جوړ کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۲۶مه نېټه وويل، چې په زور د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو پرې کول به هرومرو د امريکايي تصديو په شمول د ټولو اړوندو خواوو له نيوکو او مخالفت سره مخامخ شي، له امريکا څخه هيله کوو چې د دې کار په ګټو او زيانونو دې جدي فکر وکړي او له دقت پرته دې پريکړه و نه کړي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې (( له چين څخه د امريکايي تصديو وتل )) يو سياسي اعلان دی. ان که ياد حالت رامنځته شي، نور لوري به د امريکايي تصديو ځايونه ونيسي او امريکا به خپله زيان وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای