امريکا په دې وروستيو کې اعلان وکړ چې د چين د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو به ۱۰ سلنه تعرفې لوړې کړي، نو چين په دې اړه د ځوابي تدبيرونو نيولو ته اړ شو. خو د چين لازم ځوابي تدبيرونه چې د چين له اړوندو قوانينو او مقرراتو او د نړيوال قانون له اصولو سره سم جوړ شوي، د ځينو امريکايانو له بې دليله نيوکو سره مخامخ شوي، دوی ګواښ کړی چې امريکا به د چين د ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليداتو خپلې ګمرکي تعرفې لوړې کړي، څو پر چين سخت فشارونه واچوي.
د امريکا دغه له سرزورۍ ډک منطق او تجارتي زور زياتی د نړۍ له مخالفت سره مخامخ شوی. بله خوا، چين په سړه سينه او هوښيارۍ سره ځوابي تدبيرونه غوره کړي چې دا د نړيوالې ټولنې په اند د امريکا تجارتي سرزورۍ ته مناسب ځواب دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |