CRI Online

د فرانسې ولسمشر ماکرون هيله وښودله چې چين او امريکا دې د سوداګريزو مسئلو د حل په اړه ژرترژره موافقې ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-27 09:49:59

د فرانسې ولسمشر يمنويل ماکرون د اګست په ۲۶ مه نېټه د اوو صنعتي هېوادونو ګروپ د سرمشريزې غونډې په څنډه کې هيله وښودله چې چين او امريکا دې د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره ژر ترژره د خپلمنځي سوداګريزو مسئلو د حل لپاره موافقې ته ورسيږي.

په همدې ورځ په ياده سرمشريزه کې خپره شوې ګډه اعلاميه کې راغلي، چې د اوو صنعتي هېوادونو ګروپ د پرانيستې او عادلانه نړيوالې سوداګرۍ او د ثابتې نړيوالې اقتصادي ودې د ساتلو په هڅه کې دی او هيله لري چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له بېخه اصلاح شي څو د پوهې ملکيت حقونه په اغېزمنه توګه وساتل شي، اړوند جنجالونه ژر حل شي او غير عادلانه سوداګريزې کړنې له منځه يووړل شي.

ماکرون په همدې ورځ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک په اړه هيله وښودله چې دواړه هېوادونه دې ژر ترژره د خپلمنځي سوداګريزو مسئلو د حل لپاره موافقې ته ورسيږي، ځکه دا به د نړيوالې اقتصادي ودې پر وړاندې نامعلوموالی له منځه يوسي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای