د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم ليو هه د اګست په ۲۶ مه نېټه د چين د ځيرکو چارو د دوهم نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست او وينا يې وکړه.
ليو هه په خپله وينا کې وويل چې د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ له پيغام څخه څرګنديږي چې نوموړی د ځېرکو چارو پرمختيا ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د دغو چارو پرمختيايي لوری يې په ګوته کړی دی. چين د خپلې اقتصادي ودې د کيفيت د لوړولو په هڅه کې دی او د ځيرکو چارو چټک پرمختګ يې اقتصادي ودې ته نوی خوځنده ځواک برابر کړی دی.
ليو هه همدارنګه زياته کړه چې چين به هڅه وکړي چې د يادو چارو پرمختيايي چاپيريال ښه کړي، تخنيکي بنسټ ورته ټينګ کړي، د بېلابېلو صنايعو ګډه وده پياوړې کړي، زيات کارپوهان وروزي، اړوند قوانين بشپړ او نظارتي اداره تقويه کړي او نړيوالې همکارۍ پرمخ يوسي. موږ د امريکا او نورو هېوادونو د تصديو هرکلی کوو چې چين ته د پانګونې او سوداګريزو فعاليتونو لپاره راشي. موږ غواړو په سړه سينه د سلامشورو او ګډو همکاريو له لارې سوداګريزې مسئلې حل کړو او د سوداګريزې جګړې له سختېدا سره ټينګ مخالفت کوو، ځکه دا د چين، امريکا او د ټولې نړۍ د خلکو له ګټو سره سمون نه لري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |