د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ازادي بخښونکي سازمان د اجرائيه کمېټې غړي حنان اشراوي د اګست په ۲۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو پر دې پرېکړې نيوکه وکړه چې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې به د يهوديانو استوګنې سيمه پراخه کړي.
اشراوي په دې اعلاميه کې د نيتانياهو غندنه وکړه چې د يهوديانو د رايو د راجلبولو لپاره د فلسطين ځمکې او سرچينې غلا کوي.
نيتانياهو په ۲۶مه نېټه امر وکړ چې د اردن سيند په لوېديځه سيمه کې د يهوديانو په استوګنيزه سيمه کې ۳۰۰ نوي کورونه جوړ شي. دغه استوګنيزه سيمه رام الله ته نژدې ده چې په دې ښار کې د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ واقع ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |