د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف او د جاپان د پارلماني غړو له پلاوي سره ليدنې وکړې.
وانګ يي له ښاغلي ظريف سره د ليدنې په وخت کې وويل، په اوسنۍ نړۍ کې د يواړخيزې غوښتنې او د زور سياست څيه پورته شوې. چين او ايران غواړي له نورو هېوادونو سره يو ځای د څو اړخيزې غوښتنې د ساتلو، د نړيوالو اصولو د مراعات کولو او د بېلا بېلو هېوادونو د قانوني ګټو د ساتلو لپاره ګډ کوښښ وکړي. چين د ايران د ذروي تړون د ساتنې لپاره د هر ډول کوښښونو ملاتړ کوي، د ايران د عادلانه غوښتنو ملاتړ کوي او دا نظر لري چې د ذروي تړون د دوامداره پلي کولو په جريان کې دې ايران ته عادلانه ګټې ورکړی شي. چين به د يو مسئولانه هېواد په توګه په دوامداره ډول ذروي تړون پلی کړي او د خليج سيمې د پېچليو حالاتو د ښه والي لپاره به ارزښتناک رول ولوبوي.
ظريف يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې ايران به دخبرو اترو او سلا مشورو له لارې د اړوندو مسئلو د حل و فصل پر لار ټينګ وکړي.
د جاپان د پارلماني غړو پلاوي مشرې نودا سيکو له وانګيي سره د ليدنې په وخت کې وويل، د جاپان په بېلا بېلو ټولنو کې تل داسې قوتونه شتون لري چې له چين سره دوستانه اړيکې لري. هيله لرم چې تاسو په پر له پسې ډول د چين او جاپان تر منځ د دوستۍ د ساتنې او د اسيا د سولې او سمسورتيا لپاره کار او خدمتونه تر سره کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |