د سينهو اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ د خاصې اداري حکومت څو ادارو د اګست په ۲۶مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، په تيرو دوو ورځو کې د افراطګرو مظاهر چيانو غير قانوني کړنې زياتې شوې، دا د عامو خلکو د قهر سبب شوې. د خاصې سيمې حکومت د دوی پر کړنو سخته نيوکه کوي او تر خپلې وسې پورې به د پوليسو له عملياتو څخه ملاتړ وکړي، څو چې قانوني اداره او ټولنيز نظم ژر تر ژره اعاده شي.
د خاصې سيمې د سياسي چارو ادارې مشر جانګ جيان زنګ پر دې ټينګار وکړ چې حکومت د ټولو زور زياتي کړنو د مخنيوي هوډ لري او د خبرو اترو صحنې د جوړولو له لارې به د هانکانګ لپاره نوې لاره ومومي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |