د اګست په ۲۶ مه نېټه د چين د روغتيا پالنې د ملي کمېټې په مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړل شوی چې په شينجيانګ کې اته روغتونونه د نورو ولايتونو او ښارونو په مرستې پرمختللي شوي، د پرمختيا درجې يې په چين کې تر ټولو لوړې سويې ته لوړې شوې او طبي توان يې ډېر پياوړی شوی دی.
د چين د روغتيا پالنې ملي کمېټې په ۲۰۱۶ کال کې د شينجيانګ له طبي چارو سره هغه مرستندويه پلان پلې کړی چې له مخې يې د دغه هېواد ۷ نورو ولايتونو او ښارونو د جنوبي شينجيانګ د څلورو سيمو، تارباغيتای او تورپان ښارونو او داسې نورو ځايونو ۸ روغتونونو ته د طبي سويې د لوړولو په برخه کې مرستې برابرې کړې دي. اوس دغو روغتونونو د 332 ډولونو بېړنيو او سختو ناروغيو او ۱۹۱۴ نورو ډولونو سختو ناروغيو د درملنې توان خپل کړی دی.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |