CRI Online

د چين حکومت به د ازادې سوداګرۍ شپږ نوې ازمايښتي سيمې جوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-27 15:14:12

د چين حکومت د اګست په ۲۶مه نېټه اعلان وکړچې په شان دونګ، جيانګ سو، ګوانګ شي،هه بۍ، يون نان او هۍ لونګ جيانګ په شمول شپږو ولايتونو او سيمو کې د ازادې سوداګرۍ نوې شپږ ازمايښتي سيمې جوړې کړي.دا تر دې وروسته د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو په هکله د چين بله ستره کړنه ده چې څه موده دمخه د شانګهای د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمې د لين ګانګ د نوې سيمې د لوحې لګولو مراسم تر سره شول.د چين د سوداګرۍ د وزارت مرستيال او د نړيوالې سوداګرۍ د خبرو اترو د استازي مرستيال وانګ شو ون وويل چې په دغو نويو سيمو کې به د اصلاحاتو بېلا بېلې ازموينې تر سره شي او ور څخه د چين د ورخلاصون پراخوالی ښکاري.

په دې وروستيو ورځو کې د چين دولتي شورا د چين د شان دونګ،جيانګ سو، ګوانګ شي، هه بۍ، يون نان او هۍ لونګ جيانګ د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو عمومي لايحه خپره کړه. د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال او د نړيوالې سوداګرۍ د خبرو اترو په هکله د استازي مرستيال وانګ شو ون وويل چې له دې لايحې څخه د چين د ورخلاصون پراخوالی ښکاري. هغه وويل،مونږ د دغې لايحې د جوړولو له لارې بېلا بېلو سيمه ييزو غوره واليو ته به پاملرنه و کړو او په دې توګه به له شاوخوا هېوادونو او سيمو سره اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړو تر څو د ورخلاصون د عمومي ستراتيژيکو ترتيباتو لپاره خدمتونه وکړو.د بېلګې په توګه د ګوانګ شي د ازادې سوداګرۍ په ازمايښتي سيمه کې به د نړيوالې ځمکنۍ او سمندري سوداګرۍ د نوې لارې ابادۍ ته به پاملرنه وکړو او د نورو هېوادونو سرحدي سيمو پر وړاندې به خپلې دروازې لا خلاصې کړو او د نړيوالې سوداګرۍ،د مالونو ليږد راليږد او د نړيوالې کاري همکارۍ د پرمخبيولو لپاره به هڅې وکړو. په عين وخت کې به د هه لونګ جيانګ د ازادې سوداګرۍ په ازمايښتي سيمه کې له روسيې سره همکارۍ پياوړې کړو او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ او په نورو هېوادونو کې د چيني تصديو د پانګونې لپاره به هلې ځلې وکړو.سربېره پردې د هه بۍ د ازادې سوداګرۍ په ازمايښتي سيمه کې به د بيولوژيکي طب او روغتيايي چارو د ورخلاصون او پرمختګ لپاره له هغوي څخه ملاتړ وکړو.

د بهرنيو سوداګرو د پانګونې په هکله د چين لومړی قانون به د راتلونکي کال د جنوري په لومړۍ نېټه نافذ شي. وانګ شو ون وويل چې د دغو نويو ازمايښتي سيمو جوړونه د ياد قانون د پلي کېدو يوه مهمه برخه ده. هغه وويل، د بهرنيو سوداګرو د پانګونې په قانون کې ياد شوی ورخلاصون دا معنی لري چې د چين حکومت په هر اړخيزه توګه د چيني تصديو په څېر له بهرنيو پانګوالو او شرکتونو سره د ښه چلند کولو او د منفي لېست اداري نظام غوره کوي او د بهرنيو پانګونو،د بهرنيو تصديو د شتمنيو ،د پوهنې د ملکيت حقونو او د سوداګريزو رمزونو ساتنه پياوړې کوي. د دغو بهرنيو تصديو حقه حقونه به په پوره توګه په يادو ازمايښتي سيمو کې وساتل شي.

نوموړي زياته کړه چې مونږ به په دغو نويو ازمايښتي سيمو کې نه يوازې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره بلکې د کارپوهانو د راغوښتلو لپاره اسانتياوې هم برابرې کړو. هغه وويل ، د بېلګې په توګه د ګوانګ شي د اړوندې لايحې له مخې د دوی د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمې ته له بهرنيو هېوادونو، هانکانګ، مکاو او تايوان څخه د راغلو کارپوهانو د ادارې حقونه ورکول کيدای شي.د يون نان د اړوندې لايحې د غوښتنې له مخې بايد د بهرنيو متخصصينو د ادارې دايمي ميکانيزم جوړ شي او د هۍ لونګ جيانګ د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمې د لايحې له مخې بايدد بهرنيو متخصصينو له خوا د چارو د جوړولو او د نوښت ازموينې تر سره شي.

د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په چين کې د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو شمېر اتلسو ته رسيدلی دی او ترې تر لاسه شوي تجربې د چين نورو سيمو ته خپرې شوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای