CRI Online

تبصره : چين به د ازادې سوداګرۍ نوې ازمايښتي سيمې جوړې کړي او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير ته به پرله پسې انرژۍ وروبخښي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-27 15:19:40

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن مبصر د اګست په ۲۷ مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی (( چين به د ازادې سوداګرۍ نورې ازمايښتي سيمې جوړې کړي او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير ته به پرله پسې انرژۍ وروبخښي.))

په دغه تبصره کې راغلي، چي چين د اګست په ۲۶ مه نېټه د ازادې سوداګرۍ د نويو ازمايښتي سيمو ليست خپور کړ چې له مخې به يې په دغه هېواد کې په شان دونګ، جيانګ سو، ګوانګ شي، هه بۍ، يون نان او هې لونګ جيانګ شپږو ولايتونو کې د ازدې سوداګرۍ نوې ازمايښتي سيمې جوړې شي او تر جوړېدو وروسته به يې په دغه هېواد کې د ټولو ازمايښتي سيمو شمېر ۱۸ ته ورسيږي. څه باندې يو کال کيږي چې امريکا د چين پر وړاندې اقتصادي او سوداګريز اصطکاک پيل کړی، د دغه اصطکاک له سختېدو سره سره بيا هم د چين هڅه دا ده چې د خپلو ټاکلو پلانونو سره سم خپله پرانيسته پياوړې کړي او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير او د نړيوال اقتصاد پرانيستې ته قوي انرژۍ وروبخښي.

په تبصره کې پر دې ټينګار شوی چې چين د خپلو اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره پرله پسې نوي ګامونه پورته کړي او د نړۍ پرمختګ ته يې هم نوي فرصتونه رسولي دي. اوسمهال ځينې هېواد د تبعيض څپه پورته کوي، خو چين په ټينګار سره خپله پرانيستنه پياوړې کوي او نړۍ ته خپله هغه رويه روښانوي : چين د اقتصاد له نړيوال کېدا څخه ملاتړ کوي، د بهرنيو تصديو د پانګونو هرکلی کوي او له نورو سره به د خپلې ودې فرصتونه شريک کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای