د ۷ هېوادونو ګروپ د سرمشريزې غونډې په خپره شوې اعلاميه کې د ايران د اټومي مسئلې اړوند موضوعات هم شامل دي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۲۷مه نېټه وويل، چې چين د ډيالوګ د پيلېدو په اړه د اړوندو خواوو نوې څرګندونې ته پاملرنه کړې. چين تل دا نظر لري چې شخړې او مقابلې د مسئلو د حل لارې چارې نه دي، خبرې اترې او سلامشورې مناسبې لارې دي. چين د ايران د اټومي مسئلې په اړه پر دې ټينګار کوي چې د اوسنيو ترينګلو حالاتو د ارامولو لپاره دې ډيالوګ تر سره شي او د ايران د هراړخيز اټومي تړون د ساتلو لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي.
د ۷ هېوادونو ګروپ سرمشريزې غونډې د اګست په ۲۶مه نېټه اعلاميه خپره کړه او د دوو موخو د پوره کولو په اړه يې موافقه کړې، يو دا چې ايران بايد اټومي وسلې و نلري او بل دا چې او د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره دې هڅې وشي. د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون وويل، د ايران ولسمشر حسن روحاني ورته له ولسمشر ډنالرډ ټرمپ سره د کتنې هيله څرګنده کړې. ولسمشر ټرمپ وويل، چې په مناسبه فضا کې ښايي له نوموړي سره کتنه ومني.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |