د مالوماتو له مخې، د اوو صنعتي هېوادونو ډلې سرمشريزې غونډې په خپره شوې ګډه اعلاميه کې راغلي چې د چين او بريتانيا تر منځ ګډه اعلاميه ډېر اهميت لري او بايد دوام وکړي. برسيره پر دې د زور مخه دې ونيول شي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۲۷ مه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې په دې اړه وويل چې هيڅ هېواد يا سازمان دا حق نه لري چې د چين او بريتانيا د ګډې اعلاميې له لارې د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه وکړي.
هغه زياته کړه چې چين د هانکانګ په چارو کې د اوو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې ګډې اعلاميې له لاسوهلو سره ټينګ مخالفت کوي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ هېواد يا سازمان يا شخص په دې چارو کې د لاسوهلو حق نه لري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |