د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د اګست په ۲۷مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی ((له ګمرکي مالياتو څخه د وسيلې په توګه استفاده د نړيوال اقتصادي پرمختګ په وړاندې سخت خطر رامنځته کوي)).
په دې تبصره کې دې ته اشاره شوې چې د امريکا ځينو چارواکو په دې وروستيو کې ګواښ وکړ چې د چين د ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر توليداتو به ګمرکي ماليات لوړ کړي. د امريکا ياد عمل به نه يوازې د خپل هېواد اقتصاد زيانمن کړي، بلکې د پانګو د نړيوالو بازارونو اعتماد به مترلرل کړي، پر نړيوالې سوداګرۍ او صنعتي ځنځير يې حمله کړې او د نړيوال اقتصادي پرمختګ په وړاندې يې خنډونه اچولي.
په دې تبصره کې ياد شوي چې د ځينو امريکايي چارواکو له خوا د تعرفو د لوړوالو د ګواښ عمده موخه له چين څخه وتلو ته د امريکايي شرکتونو په شمول د بهرنيو تصديو وتلو اړ ايستل او د چين د اقتصادي پرمختګ مخه نيول دي، دغسې کړنه د بازاري اقتصاد له اصولو او د ازادې سيالۍ له اصولو څخه سرغړونه ده.
دا حقيقت څخه ثابت شوی چې تجارتي جګړه به بالاخره هم نورو او هم ځان ته زيان ورسوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |