CRI Online

ترکيه: د روسيې ساخت S-400 ډول هوايي دفاعي سيستم دوهمه جوپه ترلاسه کوو

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 10:45:09

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ترکيې دفاع وزارت د اګست په ۲۷ مه نېټه اعلان وکړ چې دوی اوس د روسيې ساخت هوايي دفاعي سيستم دوهمه جوپه ترلاسه کوي.

ياد وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د S-400 ډول هوايي دفاعي سيستم د دوهمې جوپې پرزې انقره ښار ته څېرمه د مورټيد هوايي پوځي اډې ته ليږدول شوې او د سپارلو بهير دوهم پړاو به يې کابو يوه مياشت دوام ولري.

(زرينه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای