CRI Online

حسن روحاني: د ايران اټومي تړون ته د امريکا بېرته راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل مخکنی شرط دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 10:47:03

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اګست په ۲۷ مه نېټه وويل چې له امريکا سره د ايران د خبرو اترو د بيا پيل مخکنی شرط د ايران اټومي تړون ته د امريکا بېرته راتګ دی او دا خبرې اترې بايد د دغه تړون په چوکاټ کې ترسره شي.

ايرنا خبري اژانس د اګست په ۲۷ مه نېټه د حسن روحاني په قول خبر ورکړ چې امريکا بايد د ايران اټومي تړون ته بېرته راشي،خپله پخوانۍ غلطه کړنلاره بايد سمه کړي او د ايران حقه حقونه بايد وپېژني. که امريکا پر ايران اوسني بنديزونه لغوه نه کړي، نو د دواړو هېوادونو په اړيکو کې به ښه والی نه وي. ايران له هر هېواد سره مقابله نه غواړي او غواړي له ټولو دوستو هېوادونو سره ګډې همکارۍ وکړي.

ايرنا خبري اژانس په همدې ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له قوله هم خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ کتنه امکان نه لري، څو امريکا د ايران د اټومي تړون په اړه خپله ژمنه مراعات نه کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۶ مه نېټه په فرانسه کې د ((G7 )) هېوادونو په سرمشريزه کې وويل، چې په مناسبو شرايطو کې به د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون هغه وړانديز ومني چې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای