د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د يو کمربند او يوې لارې په هکله د هانکانګ سوداګريزې ټولنې له پلاوي سره وکتل او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د ساتلو په برخه کې د دغې ټولنې مثبت خدمتونه يې وستايل.
وانګ يي وويل چې اوس هانکانګ له سخت حالت سره مخ دی، نو هيله من دی چې د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې د زور زياتي پېښو د مخنيوي،د ټولنيز نظم د اعاده کولو او له قانون سره سم د واکمنۍ چارو د ادارې په برخه کې د دې سيمې له حکومت څخه ټينګ ملاتړ وکړي. د دې ترڅنګ هغه د دغې سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ، له ځايي ځوانانو سره د مرستو او په دولتي پرمختيايي ستراتيژۍ کې د هانکانګ د برخې اخيستنې د پرمخبيولو لپاره ياده ټولنه هم وهڅوله.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |