CRI Online

د چين استازی : د فلسطينيانو د قانوني حقوقو ساتنه د نړيوالې ټولنې ګډه دنده ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 11:00:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اګست په ۲۷مه نېټه وويل، د فلسطينيانو د قانوني حقوقو ساتنه د نړيوالې ټولنې ګډه دنده ده. " د دوو هېوادونو پلان " د فلسطين او اسرائيلو مسئلې د حل و فصل يوازنۍ سمه لاره ده.

جانګ جون د فلسطين مسئلې په باب د امنيت شورا په علني غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې سبب دی. بهرني تيري او تاريخي ستونزې د دې مسئلې د پېچلتيا لاملونه دي. نړيواله ټولنه دې پر څو اړخيزې غوښتنې او خبرو اترو ټينګار وکړي او د سياسي مشورو له لارې په سوله ييز ډول دې دغه مسئله حل کړي. اړوندې خواوې دې په اغېزمن ډول د فلسطين د کورنۍ روغې جوړې بهير پرمخ يوسي، سمدلاسه دې يو پر بل نيوکې ختمې کړي، له ناوړو اغېزو لرونکو يو اړخيزو عملياتو څخه دې لاس واخلي او د خبرو اترو د بيا پيل لپاره دې شرايط برابر کړي.

هغه وويل، " د دوو هېوادونو پلان " د دې مسئلې د حل و فصل يوازنۍ لاره ده. د م م اړوند پريکړه ليکونه، د ځمکنيو په بدلونونه د سولې منځته راتللو اصل او د عربي سولې غوښتنه د دې مسئلې د حل و فصل بنسټيزو اصلونه دي. نړيواله ټولنه دې پر دې بنسټ د روغې جوړې خبرو اترو د ژر تر ژره پيا اعادې لپاره کوښښ وکړي. چين تل د منځني ختيځ د سولې بهير د پرمخ وړلو لپاره کوښښونه کړي او کوي به يې او په دې برخه کې به له فلسطين سره د مرستې کولو لاس ورکوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای