د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۹م کال د اسيا د ۵۰۰ مشهورو ځواکمنو مارکونو لېست د اګست په ۲۷مه نېټه په هانکانګ کې خپور شو. د ۲۲ هېوادونو ۵۰۰ مارکونه په دې لېست کې شامل دي. د جاپان د تويوتا (Toyota) موټرو شرکت، د چين د برېښنا دولتي شبکې شرکت (STATE GRID) ، د چين د صنايعو او سوداګريزو چارو بانګ (ICBC) په دې لېست کې لومړی، دوهم او درېيم ځايونه نيولي دي. هوا وې د چيني مستهلکينو لخوا ډېر د هرکلی وړ دی. په دې لېست کې د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت مارکونه ډېر زيات دي.
د اوکسفورډ پوهنتون د تجارت پوهنځي استاد سټيفن ولګار وويل، چين بايد هم تخنيکونو او هم مارکونو ته پاملرنه وکړي. په راتلونکيو ۱۰ کلونو کې، د نړۍ په کچه د مشهورو مارکونو جوړونه د چين د اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ يوه نښه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |