CRI Online

د امريکا د ګمرکي تعرفې تګلاره د نړيوالې ټولنې له خوا د غندنې وړ ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 15:52:06

مطبوعاتي پسمنظر:امريکا په دې وروستيو ورځو کې اعلان کړی چې د چين پر ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو واردېدونکو توليداتو به ګمرکي تعرفې لوړې کړي چې دا د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک د شدت سبب شوی او د نړيوالې ټولنې له خوا د غندنې وړ هم ده.

زمونږ د راډيو تبصره:امريکا ياد سوداګريز اصطکاک پيل کړی او يادې ګمرکي تعرفې يې لوړې کړې چې بيه يې د امريکا د اقتصاد او مشتريانو له خوا ور کول کيږي او له دې امله يې د نړيوال اقتصاد د شاته تګ عوامل هم ډېر شوي دي.د دوی دغه کړنه چې نه يوازې ځان ته بلکې نورو هېوادونو ته يې هم زيانونه رسولي، د نړيوالې ټولنې له خوا د غندنې وړ ده. په اوسنۍ نړۍ کې څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم او د ازادې سوداګرۍ اصول پلې کيږي، نو هر هغه يوه اړخيزه او سوداګري ساتونکې کړنه چې يوازې خپلو ګټو ته پاملرنه کوي، هرو مرو به له ستونزو سره مخ شي.که امريکا يوازې د خپل هېواد ګټو ته پاملرنه وکړي او د نورو هېوادونو ګټې له پامه وغورځوي، نو دوی به هرو مرو ناکام شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای