CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له ترهګريزو ګواښونو سره د مقابلې لپاره نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 15:55:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د اګست په ۲۷مه نېټه د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې د نړيوالې سولې او امنيت په هکله د م م د امنيت شورا په يوه علني غونډه کې وويل چې د م م غړي هېوادونه بايد د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې هوښيار او بيدار واوسي او نړيواله ټولنه دې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ايډيالوژي ولري او د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا له لارې دې له ترهګريزو ګواښونو سره مقابله وکړي.

نوموړي زياته کړه چې که څه هم د داعش ډلې ماتې خوړلې، خو لاهم هغه ترهګريزه ډله بلل کيږي چې ګواښونه يې ډېر دي.خپلو هېوادونو ته د ترهګرو د بېرته راتګ او د دوی د خپلوانو د ځای پر ځای کولو،په ټولنه کې د شته ترهګرو عناصرو د بيا برخه اخيستنې په شمول ځيني مسئلې په بېلا بېلو هېوادونو کې موجودې دي.نو نړيواله ټولنه بايد د دغو مسئلو د حل وفصل لپاره سياسي حل کړي او د دواملرونکي پرمختګ په برخه کې دې د م م له غړو هېوادونو سره مرستې وکړي او د بېلا بېلو تمدنونو او مذهبونو ترمنځ مساوی ډيالوګ دې وهڅوي.

هغه وويل چې چين د ترهګرۍ ضد د کمپ يوه غړي په توګه د م م او شانګهای د همکارۍ سازمان په اړوندو همکاريو کې ګډون کړی او غواړي چې له نورو هېوادونو سره يو ځای له ترهګريزو ګواښونو سره مقابله وکړي او په ګډه د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای