CRI Online

چيني کارپوهان:امريکا له نورو هېوادونو څخه پر واردېدونکو توليداتو تعرفې لوړې کړې چې دا به نړيوال اقتصاد ته زيانونه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-28 16:06:00

ځينو چيني کارپوهانو د اګست په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې امريکا له بهرنيو هېوادونو څخه پر واردېدونکو توليداتو تعرفې لوړې کړې چې ور څخه د امريکا سوداګريزه باداري ښکاري. دغه کړنه به نه يوازې د نړيوالو برابروونکو او ارزښتونو ځنځيرونو ته بلکې نړيوال اقتصاد ته به هم زيانونه ورسوي، د دې ترڅنګ دا هم د امريکا د بهرنۍ سوداګرۍ پر تصديو باندې منفي اغيزه کوي.

په دې وروستيو ورځو کې امريکا اعلان کړی چې د چين پر ۵۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو توليداتو به ګمرکي تعرفې لوړې کړي. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت په جدې توګه دې ته په اشارې سره وويل چې د امريکا دغې يو اړخيزې کړنې او سوداګريزې بادارۍ څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم او د نړيوالې سوداګرۍ نړيوال نظام ته سخت زيانونه رسولي او نتيجه به يې زغمي.

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د چين څېړنيزې ټولنې مرستيال هوه جيان ګوو د اګست په ۲۷مه نېټه د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پوهنتون له خوا په جوړ شوي سمينار کې وويل چې امريکا نړيوال قوانين له پامه غورځولي چې دغه کړنه د نړيوالې ټولنې له خوا د غندنې وړ ده.هغه وويل، کله چې نړيوال قوانين د امريکا له کورنيو قوانينو سره په ټکر کې شي،امريکا تل خپل کورني قوانين مراعاتوي او نړيوال قوانين له پامه غورځوي چې دغه کړنه د لويو هېوادونو څرګنده باداري ده.اوس د امريکا ياده کړنه په ګرده نړۍ کې د ډېرو هېوادونو له خوا غندل کيږي او حتی د امريکا د قانون پوهانو په شمول د ډېرو قانون پوهانو له خوا د منلو وړ نه ده.

د يوې شمېرنې له مخې د روان کال له جنورۍ تر جولای پورې د چين عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت له ۱۷۰۰۰ مليارډو يوانو څخه اوښتی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴ اعشاريه ۲ زيات شوی دی.د چين د بهرنې سوداګرۍ پرمختيايي حالت په ثابت ډول باکيفيته پرمختګ موندلی دی. د څېړونکو په اند له حقيقتونو څخه ښکاري چې د چين اقتصاد پر چيني توليداتو د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له منفي اغيزو سره د مقابلې توان لري.خو د امريکا ياده کړنه د نړيوالو برابروونکو او ارزښتونو ځنځيرونو ته زيانونه رسولي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د څېړنيز انسټېټيوټ د سيمه ييز اقتصاد د څېړنيز مرکز مسئول جانګ جيان پينګ وويل چې امريکا پر واردېدونکو توليداتو د ګمرکي تعرفې د لوړوالي له لارې نور هېوادونه ګواښلي چې دغې کړنې د دې هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ پر تصديو منفي اغيزه کړې ده. هغه وويل، د منځنۍ او اوږدې مودې لپاره سپارښتنې د بازاري وړاندوينې او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي،خو د امريکا د ګمرکي تعرفې تګلاره په پر له پسې توګه بدليږي چې د ډېرو تصديو له خوا د سپارښتنو د نه ور کول کېدو سبب کيږي. په امريکا کې ډېرو بهرنيو سوداګريزو تصديو د يادې تګلارې له احتمالي بدلونونو سره د مقابلې لپاره چيني مالونه ډېر ساتلي دي، خو لګښت به يې د نورو تصديو او مشتريانو له خوا لګول کيږي.د دې ترڅنګ د امريکا ډېرو صادراتي تصديو هم له دغو بدلونونو سره د مقابلې لپاره تدبيرونه نيولي چې له امله يې عادي سوداګريز نظام تر ډېره خراب شوی دی.

د چين د سوداګرۍ د پرمخبيولو ټولنې د پوهنې ملکيت حق د خدمتي مرکز مشر تان جيان دا نظر لري چې د امريکا له خوا پيل شوی سوداګريز اصطکاک نړيوال اقتصاد ته سخت زيانونه رسولي دي. هغه وويل، دا رېښتيا ده چې د امريکا د سوداګريزې بادارۍ په اثر د نړيوال کېدو او د نړيوالو چارو د ويشلو په برخه کې ناثابتۍ عوامل ډېر شوي او دا به هرو مرو نړيوال اقتصاد ته سخت زيانونه ورسوي او منفي اغيزې به يې اوږده موده وي.دوهم د امريکا حکومت د دولتي کريډيټ ويجاړوونکی دی. درېيم دوی د نړيوالو چارو د ويشلو سيستم ويجاړوونکی هم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای