مطبوعاتي پس منظر:په چين کې د امريکا د کستکو په نوم د لوی سوپرمارکيټ لومړۍ فرعي څانګه د اګست په ۲۷مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شوه، خو د مشتريانو اندازې د ډېرېدو له امله په شاوخوا سيمه کې ترافيکي ګڼې ګونې رامنځته شوې، نو د امنيت ساتنې په خاطر يې په وختي توګه دروازه بنده شوه. په همدې ورځ د امريکا د ونډو په بازار کې د دې شرکت د ونډو بيه په سلو کې پنځه لوړه شوې ده.
تبصره:د چين په بازار کې د دغې امريکايي تصدۍ د سوداګرۍ ښه حالت او د امريکا د ونډو په بازار کې د دغې تصدۍ په اړه د پانګوالو غبرګونونه له چين څخه د امريکايي تصديو د وتلو په هکله د دغه هېواد د مشر له حکومتي امر د ټينګ مخالفت ښودنه ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |